د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول
په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.
دغه راز، د حفظ الصحې چکلستونه ډک، لایحه يې تشریح او د بیلابیلو ټولګیو کارکونکي د روغتیايي کارتونو اخیستلو په موخه چاپیریال روغتيا رياست ته را وغوښتل شوه.
