د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو مدیریت د ظرفیت لوړونې په موخه د (Hospital Management) تر سرلیک لاندې د شپږ ورځنۍ روزنیزې دورې لومړی پړاو ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۱
moph

په دغه روزنیزه دوره کې، چې د مرکزي روغتونونو رئیسانو، سرطبیبانو، امرینو او یو شمېر نورو مدیریتي مسؤلینو ګډون کړی و، موخه یې د روغتونونو د مدیریت برخې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د مدیریت د اصولو پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه‌والی و. په یاده روزنیزه دوره کې ګډونوالو د روزنې له بهیر څخه خوښي څرګنده او دغه ډول روزنیزې دورې او علمي سیمینارونه یې د مدیریتي وړتیاوو لوړولو او روغتیايي خدمتونو ښه‌والي برخه کې ګټور وبلل.

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د دغې روزنیزې دورې په ترڅ کې ترلاسه کړې پوهه او مهارتونه په خپلو روغتونونو کې په عملي ډول پلي کړي او د ناروغانو د خدمتونو، روغتیايي مدیریت او نورو اړوندو برخو ښه‌والي لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخلي؛ څو هېوادوالو ته پر وخت، معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول

په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.

دغه راز، د حفظ الصحې. . .

BACK TO NEWS