په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸ د درملو، ۱۱۶ د خوړو او ۳۰ د اوبو نمونې وې، ترلاسه او تر لابراتواري ازموینو لاندې نیولې دي.
له ازمویل شویو نمونو څخه ۳۱۴۴ مثبتې او ۱۰۹ نمونې منفي تثبیت شوې، ۴۲ نمونې بېرته مستردې او ۱۶۹ د درملو نمونې د بیا اروزنې لپاره ثبت شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو لابراتواري خدمتونو له لارې په یاده میاشت کې ۳ میلیونه، ۸۷۴ زره او ۴۱۸ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. دغه فعالیتونه د درملو، خوړو او اوبو د کیفیت کنټرول، خونديتوب د تأمین او د غیرمعیاري محصولاتو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
