بلخ ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
د بلخ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړ؛ چې په پایله کې يې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله ۶ درملتونونه، ۳ روغتيايي کتنځي او یوه لابراتوار وتړل شول.
همدارنګه، ۲۴۶ کارټنه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
