د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دولتي درمل جوړونې فابریکې (Belmedpreparaty) څخه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د بېلاروس د روغتیا وزارت مرستیال یې هم ملتیا کوله، د درملو د تولید بهیر، د درملو د کیفیت تضمین معیارونو او د درمل جوړونې په برخه کې د تخنيکي تجربو د تبادلې په اړه معلومات شريک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتيا وزير وویل: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د درملو د کیفیت لوړولو، د هېواد د درملو د اړتیاوو پوره کولو او د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا په موخه له باوري او مسلکي بنسټونو سره د همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
بل لور، د بېلاروس د روغتیا وزارت مرستیال او د درمل جوړونې فابریکې مسؤلینو هم د درملو د تولید، کیفیت کنټرول او تخنیکي تجربو د شریکولو په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه.
په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د تولید، کیفیت تضمین، تخنیکي تجربو د تبادلې او د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.
