د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه او نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۲
moph

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال او مل پلاوي د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت په ملتیا، د کندز سیمه ییز روغتون، ۵۰ بستریز روغتون، د خان‌آباد ولسوالۍ د نیک‌پي جامع کلینیک او د قلعه‌ ذال ولسوالۍ د آقتپې جامع کلینیک څخه لیدنې او نظارتونه وکړل.

په دې لیدنو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو روغتیايي مرکزونو بېلابېلې څانګې وکتلې، د ناروغانو احوال یې واخیست او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د خدمتونو کیفیت، له ناروغانو سره د چلند او د هغوی د ستونزو د حل بهیر یې له نږدې وليد.

همدارنګه، ښاغلي عبدالولي حقاني روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعینو سره د نېک چلند ترڅنګ د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

هغه د روغتیايي خدمتونو له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو او د روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د کندز ولایت اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS