د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1405 مالي کال لپاره، د عدلي طب روغتون اړوند د DNA مصرفي او لابراتواري موادو چمتو کولو او برابرولو پروژې) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/G-2769) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرط پاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونه او د شرط پاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر سه شنبې ورځې، چې د (۲۸/۷/۱۴۰۵) هـ ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري.

ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډمهالو اجرائيوي پړاوونو سره سم، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري د (کندهار عدلي طب نوې ودانۍ کې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د څلورو روغتونونو (شیخ زاید، احمد شاه بابا مېنه، ملالۍ او اتاترک) د اړتیا وړ معلوماتي ټکنالوژۍ زیربنايي وسایلو د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو (د کندهار ولایت د عینو مینې روغتون لپاره ۲۳ قلمه امنیتي کيمرو برابرول او تدارک) چې د (MOPH/1405/NCB/G-3208) ریفرنس . . .

Back to tenders