د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست اړوند تریپل بک چمتو کولو او تدارک پروژه، ۱۴۰۵ مالي کال) چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2146) ده، (نورزاد سینا تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (67988) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارت نو، دوهم سړک، اتمه ناحیه، مرکز کابل) کې دی او د تړون بیه (1,341,000) یو میلیون درې سوه یو څلویښت زره افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
