د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د اداري ریاست د اړتیا وړ قرطاسیه بابو تدارک کولو پروژې تړون، چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2521)ده، (صفت الله فرزند عبدالرحمن تاجر انفرادي)) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (65284) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د میدان شهر مرکز- میدان شهر، وردک) کې دی او د تړون بیه (4,670,000) څلور میلیونه شپږ سوه اویا زره افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
