د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، (د میدان وردګ ولایت اړوند سید آباد ولسوالۍ د دندوکي BHC بنسټیز روغتیايي مرکز د رغولو پروژه) چې د تړون شمېره یې (MOPH/1404/NCB/W-3132) ده، (زمزم خلیل ودانیز او مهندسي شرکت) ته، چې د (106496) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعيت یې (جمال مېنه،درېمه ناحیه، کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (7,756,621.64) اوه میلیونه اوه سوه شپږ پنځوس زره شپږ سوه یو ویشت، اعشاریه څلور شپیته افغانۍ کېږي.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (د 1405 مالي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اړتیا وړ د لایسنس سوفوز فایروال برابرول او تدارک . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۶
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندز ولایت عدلي طب پراختیا، بیارغونې او لمریزې برېښنا سیستم نصبولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست یوځل بیا ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ملاریا او غیر ناقله ناروغيو د کنټرول ملي پروگرام لپاره د غوماشو تربیه او ساتنې لازمه موادو  تدارک او  . . .

Back to tenders