د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او چمتو کولو) تړون، چې د پیژندنې شمېره یېMOPH/ISCH/1405/NCB/G-01))ده، د (میهن دوست د ګاز اکسیجن تولید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-2616) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل جلال آباد سړک، صنعتي پارکونه، پلچرخي، کابل ښار نهمه ناحیه) کې دی او د تړون بیه (4125000) څلور میلیونه یو سلو پنځه ویشت زره افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د صدري ابن سینا روغتون ریاست ته، چې د کابل ښار ۱۵مې ناحیې قصبې سیمه کې د ملي انکشاف شرکت ترڅنګ کې موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
