د بامیان ولایت په کچه د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه
د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول ډیپارټمنټ د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د بامیان ولایت په کچه د ۲۵ تنو ډاکټرانو لپاره څلور ورځنی او د ۲۵ تنو قابلو او ۵۰ تنه د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول، لومړنی تشخیص او درملنې، په غیرساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت، روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو او د روغتیايي مشورو په اړه ګډونوالو ته زده کړې ورکړل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د دغو ناروغیو په وقایه او کنټرول کې د روغتیايي کارکوونکو رول اغېزناک وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې ترلاسه کړې زدهکړې له خپلو نورو همکارانو سره په روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او کلیو کې شریکې کړي.
