د کابل د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکونې او درجهبندۍ بهیر دوام لري
د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر په ترڅ کې له دندان معاصر، رفاه معالجوي او میوند فاروق نجرابي روغتونونو څخه لیدنه وکړه
په دې ليدنه کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم غړو وویل: د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی.
د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر به په مرکز کابل کې له بشپړېدو وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي؛ څو د ټولو خصوصي روغتونونو خدمات د ټاکل شوو معیارونو له مخې وارزول شي.
