د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې روغتیایي ځالې ګټې اخیستنې مراسمو کې د کونړ یو شمېر ولایتي مسؤلینو، د عامې روغتیا رئیس قاري مظفرخان مخلص او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و؛ د عامې روغتیا رئیس خلکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
