د عامې روغتیا وزیر په زابل کې د شملزی ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د شملزی ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د شملزی ولسوالۍ ولسوال، یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر د خپلې وینا پر مهال د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د روغتون د جوړولو په بهیر کې دې د ساختماني چارو کیفیت او مسلکي معیارونه په پام کې ونیول شي او چارې دې پر ټاکلي وخت او د قرارداد له شرایطو سره سمې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS