د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره او پنځه سوه یوویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د شپږو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۶ روغتیايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۰۸۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۵) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AKHSA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
