د هرات او فراه د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د عامې روغتیا وزارت او AADA ترمنځ تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د هرات او فراه ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Agency for Assistance and Development of Afghanistan-AADA مؤسسې سره د (۴۳۹۴۱۶) څلور سوه نهه دېرش زره څلور سوه شپاړس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو نیم کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۱۷روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۵۷۸۲۳) تنو حاد متوسط خوارځواکو کوچنيانو او شېدې ورکوونکو مېندو ته د تغذیې خدمتونو وړاندې کېږي او (۷۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AADA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو نیم کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
