د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د تخصصي او ثالثی روغتونونو د اړتیا وړ ۱۷۷ قلمه طبي ملزماتو چمتو کول او برابرولو پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره چې د ریفرینس شمېره ییې( MOPH /1404/NCB/G-3085)ده. د (افغان غوري  لوژستیکي خدماتو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت  چې د ( 79388) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (  قلعه جرنیل، پنځمه ناحیه، مرکز کابل )  کې دی. چې د تړون بیه یې  {31,466,075} یو دېرش میلیونه څلور سوه  شپږ شپېته زره او پنځه اویا  افغانۍده.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۳۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (16قلمه تیل، ډیزل - پطرول - روغنیات او پرزه جاتو) پروژې، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-NCB . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، تر څو (د ارزګان ولایت . . .

Back to tenders