کابل جلال اباد عمومي لارې په اوږدو کې د ترافیکو پېښو له کبله اته تنه هېواوال ټپیان شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۷
MOPH

د یادو پېښو ټولو ټپیانو ته د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري رسېدنه ترسره شوي او د درملنې په موخه د سرخکانو تروما سنټر او د عزیز خان کڅ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د لغمان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سمیع الله عابد نیازی د پېښو له سیمو نږدې لیدنه وکړه او د کابل جلال اباد عمومي لارې په اوږدو کې یې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي  اړوند لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د غور ولایت د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، شته ستونزو، ننګونو او د روغتیايي مرکزونو پر بنسټیزو اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غور عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول. . .

BACK TO NEWS