په کندز ولایت کې د غضنفر  روغتیايي علومو انستیتیوت د کانکور ازموینه واخیستل شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۸:۵۰
په کندز ولایت کې د غضنفر  روغتیايي علومو انستیتیوت د کانکور ازموینه واخیستل شوه

شنبه،ورى ١٤٠١/٢٧
دکندز ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله ساحل په دغه ولايت کې د غضنفر  روغتيايي علومو د انستيتوت د کانکور ازموينې د پيل خبر ورکړ.
ازموينه د کندوز والي  نثار احمد نصرت، د عامې روغتيا وزارت د پلاوي، د اړوندو ادارو د استازو او رسنيو په شتون کې په ډاډمنه فضا کې ترسره شوه، چې په دې ازمونيه  کې ١٩٥٠ نارينه او ښځينه داوطلبانو برخه اخيستې وه.
تمه کیږي چې د دې ګډون کونکو څخه به 160 د عالي  نرسنګ، د غاښونو پروتيز، فارمسي، طبي ټیکنالوژۍ او قابله ګۍ په برخو کې ومنل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

BACK TO NEWS