په کابل کې د هوا ککړتیا د کنټرول په موخه د ملکیتونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو له لوري د کابل ښار له بېلابېلو ملکیتونو څخه نظارت وکړ؛ د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک لېستونه ډک او د دې ملکیتونو له ټولو مسؤلینو څخه ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به هېڅکله د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي.

سربېره پر دې، د یاد امریت له لوري د ملکیتونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا کمولو لایحه ووېشل شوه؛ تر څو خپل فعالیتونه د چاپېریال روغتیا ریاست له معیارونو سره برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS