په کابل کې د روغتونونو د فعالیتونو ارزونې درې ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کابل کې د یو شمېر تخصصي او ثالثي روغتونونو د تېرو فعالیتونو د ارزونې درې ورځني ورکشاپ پرانیسته ترسره کړه

یاد ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري جوړ شوی، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیا نړیوال سازمان استازو، د کابل د بېلابېلو روغتونونو رئیسانو او روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.

ښاغلي مرستیال د روغتونونو مسؤلینو ته د خدماتو د کیفیت ښه والي، شفافیت رامنځته کولو، ستونزو ته د حل لار پیدا کولو او د خدماتو د ارزونې منظم ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو روغتیایي خدمات منظم او د معیار مطابق ترسره شي.

همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، په روغتونونو کې د خدماتو د کیفیت لوړولو او نظم رامنځته کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې؛ څو ناروغانو ته ګڼې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شي.

په یاد ورکشاپ کې د بېلابېلو روغتونونو مسؤلینو د ترسره کېدونکو خدماتو، پرمختګونو او ستونزو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ خپل وړاندېزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د مسؤلینو له لوري ورته د حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS