په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د جوماتونو د امامانو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
دغه روزنیز پروګرام چې د ساري او موسمي ناروغیو د خپرېدو مخنیوي او د خلکو روغتیايي پوهاوی لوړولو په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو، کارکوونکو او همکارو مؤسسو د (۳۷) تنو ګډونوالو لپاره جوړ شوی و، په کې د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص وویل: له دې روزنیز پروګرام څخه ښه او اغېزمنه ګټه واخلئ؛ ترڅو د فردي او ټولنیزې حفظ الصحې، د ناروغیو مخنیوي او روغتیايي سپارښتنو په اړه خپلې زده کړې له خلکو سره شریکې کړئ.
