د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ

یاد پروګرام کې مفتي عبدالقدوس هاشمي د خپلې وینا پر مهال د ناروغیو د سرویلانس پر اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د ناروغیو سرویلانس هغه مهم سیستم دی، چې د ناروغیو د پېښو د وختي کشف، پر وخت راپور ورکولو او اغېزمن کنټرول لپاره کارول کېږي.

نوموړي وویل: د انفلونزا د سرویلانس پروګرام معیاري کول، پر وخت او دقیق راپور ورکول، د لابراتواري نمونو سمه راټولونه او لېږد، د ناروغیو پر وړاندې پر وخت غبرګون او د معلوماتو د کیفیت لوړول، د عامې روغتیا د اغېزمنو پرېکړو لپاره بنسټیز ارزښت لري او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د دې روزنیز پروګرام له زده کړو څخه په خپلو اړوندو حوزو کې په معیاري او اغېزمن ډول ګټه واخلي، خپلې تجربې له یو بل سره شریکې او د انفلونزا د سرویلانس سیستم لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې د هېواد د اتو حوزو ۲۱ د انفلونزا اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۵
Background image

په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS