په نشه یي توکو یو تن روږدی د درملنې وروسته اوسمهال د روږدو زر بستریز روغتون کې د سر اشپز په توګه دنده ترسره کوي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۳۲
Moph

حفیظ الله د فاریاب ولایت اوسېدونکی چې د څلور کالو راهیسې په نشه يي توکو روږدی و، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت  د روږدو د درملنې  په زر بستریز روغتون کې له درملنې وروسته اوسمهال په بشپړ ډول روغ او په یاد روغتون کې د سر اشپز په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

په هېواد کې د اسلامې امارت تر واکمنېدو راپدېخوا تر دې دمه په زرګونو هغه کسان، چې په نشه یې توکو روږدي وو درملنه یې شوي او تر جوړېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي، چې د روږدو کسانو د درملنې لړۍ لا هم داوم لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS