په بلخ کې د بېځایه شویو او کوربه ټولنو لپاره له SCI سره د ۴۵۹ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ ولایت کې بې ځایه شویو (IDPs) او کوربه ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیوي خدمتونو او د ماشومانو ساتنې د ملاتړ موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۴۵۹۷۴۸) څلور سوه نهه پنځوس زره اووه سوه اته څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د شپږو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۳ روغتيايي مرکزونو او یو ګرځنده روغتیايي ټیم له لارې د یاد ولایت (۵۶۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د SCI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
