په بلخ ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۴۵
په بلخ ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

دوشنبه، کب ٢/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د یوې ناستې په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاین د پیل پرانیسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې دغه کمپاین به درې ورځې دوام ولري او شاوخوا ۵۰۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راولي.

همدارنګه د دې ناستې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال او ورسره مل پلاوي د ابو علي سینا بلخي روغتون له روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د بلخ ولایت د روغتیايي کارکوونکو د کار او هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه چې په خورا سختو ورځو کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ځنډ مخنیوی کړی او ژمنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره رسیدګي وکړي.

له بلې خوا د بلخ د عامې روغتیا رئیس او د حوزوي روغتون کارکوونکی ډاکتر نجیب الله توانا خپلې ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه چې په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS