ننګرهار کې له ۷ روغتونونو سره د ۲۷۵ زره ډالرو په لګښت د طبي توکو او تجهیزاتو مرسته وشوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۸
Nangarhar

 

یاده مرسته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د روغتیا نـړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر په مالي لګښت د دې ولایت د مرکزي، پوهنتون تدریسي، کامې، رودات او د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د لنډ مهاله میشت غالي له بېړني او فاطمةالزهرا روغتون سره وشوه، چې الټراسونډ ماشینونه، ډیجیټل اکسرۍ ماشینونه، د لابراتواري موادو د ساتنې یخچالونه، جراحي عملیاتونو لپاره ځانګړي کيټونه او نور طبي توکي په کې شامل وو، چې په مرسته به یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو معیار ښه او هېوادوالو ته به  غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS