ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
MOPH

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو ولسوالۍ په بهار او تور غر کې جوړ شوي، چې د اړوند کلیو او سیمو اوسېدونکو ته به ورکې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د یادو روغتیایي مرکزونو پرانیست غونډې پر مهال روغتیایي کارکوونکو ته په دغو لرو پرتو سیمو کې د غوره خدماتو وړاندې کولو لارښوونه وکړه او ویې ویل، تاسې په ټولنه کې ښه باور لرئ، خپل باور وساتئ او له ناروغانو سره ښه چلند ترسره کوئ.

د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیایي مرکزونه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) او د AHF په مالي همکارۍ جوړ شوي، چې په وسیله به یې د یادو سیمو او کلیو اوسېدونکو ته د او پي ډي، مور او ماشوم، واکسینونو، تغذيې او رواني روغتیا برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS