ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د ښځينه ناروغانو لپاره د فزیوتراپي څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۲:۱۳
MOPH

د یادې څانګې پرانیست مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د اقتصاد رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح، ختیځ کې د ناروې کمېټې مشر ډاکټر امین الله حکمت او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

دغه څانګه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې (NAC) په مالي همکارۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې د ۱۰ تنه ښځینه مسلکي او ۴ تنه خدماتي پرسونل په لرلو سره به ښځینه ناروغانو ته د فزیوتراپي برخه کې ټول اړین خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS