غزني ولایت کې د نسايي ولادي روغتون د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۲۰:۵۴
MOPH

د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نسايي ولادي روغتون د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکتر زرک (ځیرک) د یاد روغتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، یاد مرکز د سیمې اوسېدونکو له لوري جوړیږي، چې نن یې عملاً د جوړولو چارې پیل او نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي همداراز د ځایي خلکو د دغه نېک ګام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د نسایي ولادي ناروغانو ستونزې تر دېره حل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS