عامې روغتیا وزیر د ننګرهار او کنړ ولایتونو زلزله‌ځپلو سیمو ته د روغتیایي خدماتو د ارزونې او رسیدنې لپاره سفر وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۴۰
MOPH

د ااا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره ننګرهار او کنړ ولایت ته د زلزله ځپلو هیوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو ارزونې او هر اړخیزې رسیدنې په موخه سفر وکړ.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي چې نورو مسؤولینو یې هم ملتیا کوله لمړی ننګرهار او له هغه ځایه د کنړ نور ګل ولسوالۍ مزار درې او ودیر سیمې ته چیرته چې زیات شمېر اوسیدونکي متضرره شوي سفر تر سره کړ.

د دغه سفر موخه د زلزلې له کبله متضرره شویو هیوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو او اړتیاوو ارزونه ، د روغتیایي خدماتو رسونه ، د ټپیانو د انتقال له پروسې کتنه او د سیمې د وضعیت له نږدې لیدنه وه ، ښاغلي وزیر د دې سفر په ترڅ کې د روغتیایي مسؤولینو ، بنسټونو ، او ولسي وګړو د هڅو قدردانی وکړ او اړونده مسؤولینو ته یې د لا ښو خدماتو سپارښتنې وکړې ،د یادونې وړ ده د زلزلې له شیبې را په دې خوا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د هدایت په اساس په څلورو ولایتونو او مرکز کابل کې روغتیایي مراکز د عاجل حالت ځواب وینې لپاره چمتو حالت کې دي، د دې تر څنګ د رهبرۍ په هدایت سیمې ته روغتیایي ټیمونه د شپې رسیدلي او لا هم د ژغورنې عملیات جریان لري چې له تیرې شپې تر اوس مهال د سلګونو ټپیانو درملنه په کنړ ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر سره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS