عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د خوست والي، الحاج مولوي عبدالله مختار وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختیایي چارې په دوامداره توګه روانې دي، چې خوست ولايت هم د دې پرمختګونو برخه دی او د دې روغتیايي مرکزونو پرانیسته یې یو ښه بېلګه ده.
همداراز، د خوست ولایت عامې روغتیا رئیس، مولوي اخترمحمد محمد عکرمه وویل، یاد مرکزونه د ټولو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د اسمعیلخېلو-مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین، د تڼیو ولسوالۍ د باز مولا، د صبریو-یعقوبیو ولسوالۍ د ابادخانې او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندري کلي کې جوړ شوي دي، چې ور سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو ډېری روغتيایي ستونزې حل او لازمې اسانتياوې به ورته برابرې شي.
