د کونکس دفترونو جوړوولو او نصبولو پروژی د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د څوارلسو ولایتونو د داوطلبانه مشورتي مرکزونو لپاره د کونکس دفترونو جوړوولو او نصبولو پروژه چی د تړون ګڼه یی (GOV/MOPH/CDCD/HIV/CF/NCB/G32/1402) ده. د (رویال لایټ ودانیز او انجنیري شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D-45699) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سرک 2، خوشحال خان مینه، نوروز مارکیت، ناحیه 5) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (7,994,000) اوه میلیونه نهه سوه او څلور  نوي زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۵
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د ابن سینا صدري روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د ۱۵۰۰۰ بالونونو طبي اکسیجن هوا برابرول او تدارک د ۱۴۰۵ کال لپاره) د دواطلبۍ په پروسه کې چې د حوالې نمبر . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو  تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د  یو قلم مایع  ګاز  برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې . . .

Back to tenders