د کونړ ولایتي روغتون سره د ۷.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه
یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري وشوه، چې موخه يې د اسعدآباد ولایتي روغتون د اړتیا وړ طبي او غیرطبي توکو برابرول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو لپاره د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.
