د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د ټراینرانو ۴۰ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۴۰
MOPH

یاده ازموینه چې د ازموینو ملي ادارې له لوري واخیستل شوه، پرانیست غونډه کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړانډې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي شتون درلود.

د روغتیايي خدمتونو وړانډې کولو مرستیال، ګډونوالو ته د یادې ازموینې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل، هغوی یې روغتیا برخه کې خدمت ته وهڅول او ویې ویل: «دا ازموینه چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ازموینو په ملي ادارې په همکارۍ اخیستل کېږي، ټولو ګډونوالو ته یې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکوو او په ازموینه کې ورته د بریالیتوب هیله څرګندوو».

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS