د کابل ولایت په ختیځ کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت خوندیتوب او روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۶ درملتونونه د خپل سري فعالیتونو، فني مسؤل نه لرلو او نېټې تېرو درملو پلور له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د ټولو درملتونونو له مسؤلینو څخه غواړي، چې د روغتیایي قوانینو په مرعتولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام وکړي.
