د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ څخه ۱۱۳ تنه زده کړیالان د غاښونو پروتیز، رواني روغتیا، عامه تغذیې او فارمسي څانګو څخه فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۴۰
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د غضنفر انسټيټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، مرکزي رئیسانو، استادانو او زده کړیالان ګډون کړی ؤ.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي روغتیا برخه کې له یاد انیسټيټیوټ څخه د فارغ شویو زده کړیالانو رول مثبت وګاڼه او له فارغانو یې وغوښتل، چې د روغتیایي سیسټم په ښه والي او پیاوړتیا کې خپل رول په صداقت او امانت سره ترسره کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني فارغانو ته د مبارکي تر څنګ ژمنه وکړه، چې وزارت به د دوی له استعدادونو ، مهارتونو او ژمنتیا څخه ملاتړ کوي او فارغانو ته به کاري فرصتونه، روزنیز پروګرامونه او د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د فارغانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې وزارت به د مسلکي زده کړو برخه کې د لا پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS