د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ د نصاب ارزونې او معیاري کېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره خبرې وکړې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۲۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له مسؤلینو سره د تعلیمي نصاب کیفیت لوړولو اړوند ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ د ټولو څانګو د نصاب او مفرداتو ارزونې، د نصاب د یو شان ‌والي او معیاري کېدو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو او د خصوصي انسټېټیوټونو د ریاست له لوري د جوړ شوي ډیټابېس ارزونې او د عملي کېدو په برخه کې ورسره د همکارۍ اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي روغتیا برخه کې د زده‌کړو کیفیت لوړول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل، د دې لپاره چې د هېواد په ټولو روغتیايي انسټېټیوټونو کې یو ډول تدریس تر سره شي، اړتیا ده چې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د ټولو څانګو د نصاب ارزونه تر سره او د نصاب د یو ډول والي او معیاري کېدو لپاره یو  واحد سیستم رامنځته شي؛ تر څو په ټولو روغتیايي انسټېټیوټونو کې د یو معیاري نصاب له مخې تدریس تر سره شي.

د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز، د یادې کمېتې غړو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه په دې برخه کې به ټولې شریک شوي وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS