د پروان ولایت سیاه گرد ولسوالۍ سیدانو درې روغتیایي مرکز شل بسترونو ته ارتقاء وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۶:۵۲
MOPH

دغه اقدام وروسته له هغه ترسره شو، چې د پروان ولایت سیاه گرد ولسوالۍ د خیشکو درې ټولې مواصلاتي لارې د وروستیو واورو ورېدو له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وې، چې له امله یې ولسونه له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو او د ناروغانو د لېږد برخه کې هم ستونزې موجودې وې، چې په دې اقدام سره به خلک به وکولای شي روغتیایي خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي په دې سختو سړو ورځو شپو کې ټول روغتیایي مرکزونه او روغتیایي کارکوونکي هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو بشپړه ژمنتیا لري او هڅه کوي، چې په هره سیمه کې د ناروغانو لپاره لازم روغتیایي خدمات پر ټاکلي وخت او اغېزمن ډول وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS