د وزیر محمد اکبر خان روغتون اړوند د وسایطو تم ځای بیارغلو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون اړوند د وسایطو تم ځای بیارغلو پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH /NCB/1402/W-06)ده. د (محب فیضي ودانیز، سرک جوړونې او لوژستیکي چوپړتیاوو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D–01-2027) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته بخدی، مرکز بلخ، مزارشریف، بلخ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (2,046,480) دوه میلیونه شپږ څلویښت زره څلور سوه او اتیا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۳۰
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري لاندې تړون ګټونکې دا . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۲۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102بستریز روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛  تر څو د ( 4500)بالونه 42لیتره طبي اکسیجن چې د (M0PH--HRP-KHH-NCB -1405-GO1) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders