د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
MOPH

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه درلودو او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

روغتیايي مسئولینو دغه راز د یادو نظارتونو پرمهال په زیاته اندازه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او طبي وسایل راټول او اړوندو مسئولینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

د کونړ ولايت روغتیايي مرکزونو ته ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل ووېشل شول

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست په هڅو او د یونیسيف ادارې په مالي ملاتړ د ۲۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند ولایت کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي او غیرقانوني درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارتي فعالیتونو او د امنیتي او استخباراتي ادارو په همکارۍ د تېرو ۳ اوونیو په ترڅ کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي درمل او ۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي راټول او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره د «افغانستان روغتیا» ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه

ياده ناسته د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ د اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، چې د نندارتون د عملیاتي پلان، د جوړېدو څرنګوالي او تر دې دمه د ياد نندارتون په. . .

BACK TO NEWS