د نړیوالو مؤسسو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتي سیستم برېښنايي کولو په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۵۶
moph

دغه درې ورځنی پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د نړیوالو مؤسسو د ۴۵ تنو استازو په ګډون، د ياد معینیت په عمومي تالار کې ترسره شو.

د پروګرام د پرانیستې مراسمو کې، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، مولوي عبدالبصیر قانع ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې پروګرام په جوړولو کې د روغتیا نړیوال سازمان له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه. همدارنګه، نوموړي د خوړو او درملو معینیت له لوري د خدماتو ډیجیټلي کولو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو، د دې بهیر د اهمیت او ګټو په اړه وينا ترسره کړه.

همدارنګه، د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې متخصص، نذیر محمد پویا د ياد روزنیز پروګرام موخې تشریح او ویې ویل: «د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۹ روزنیز پروګرامونه ترسره شوي، چې د مرکز او ولایتونو ۸۲۳ تنه کارکوونکي او اړوند مراجع ترې برخمنې شوي دي او د ۱۴۰۵ کال تر پایه به د مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره دوام ولري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهید موسی شفیق عالي لېسې څه باندې ۳۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رياست له لوري د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو وروستی ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو،. . .

BACK TO NEWS