د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د غاښونو ۱۹ کلینیکونه، ۶ لابراتوارونه او یو د راډيولوژي مرکز د غیر قانوني فعالیت له امله وتړل شول
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې ټيمونو د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه د غير قانوني فعاليتونو مخنيوي او روغتیايي قوانينو تطبيق په موخه نظارتونه ترسره کړل، چې په پایله کې يې ۱۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۶ بابه لابراتوارونه او یو باب د راډيولوژي مرکز، د فعالیت د اسنادو او مسلکي اشخاصو نه شتون، د حفظ الصحې او نورو معیارونو نه مراعتولو له امله وتړل شول.
