د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو !

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۲
POLIO

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې رئیس، ډاکټر حمید جعفري، د بېل ګېټس بنسټ او روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دغه لابراتوار د پرانیستې پر مهال وویل: « دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل کېږي چې د پولیو ناروغۍ په ژر او کره تشخیص کې اړین رول لري او د دې لابراتوار پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د جدیت ښکارندويي کوي.»

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي او زموږ موخه دا ده چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال افغانستان له پولیو څخه پاک کړو.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی، په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

ښاغلي وزیر همدارنګه زیاته کړه: « د لابراتوار د نتایجو په پایله کې موږ کولای شو کره پرېکړې وکړو او د پولیو په پروګرام کې لا نور اصلاحات رامنځته کړو.» 

د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې رئیس، ډاکټر حمید جعفري د دې لابراتوار پرانیسته د پولیو د تشخیص او له منځه وړلو په برخه کې یوه ستره لاسته راوړڼه وګڼله او په راتلونکي کې د افغانستان د روغتیايي سکټور په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي تشخیصیه لابراتوارونو رئیس، ډاکټر احمد ناصر حنفي وویل، د پولیو د تشخیص دغه لابراتوار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه په هڅو او د بهرنیو همکارانو په مرستې سره جوړ شوی چې وروسته له دې به په دې لابراتوار کې د پولیو د پېښو تشخیص کېږي.

په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار په لومړي ځل د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی دی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي او ارایشي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول، پنجشیر ولایت کې ۲۰ قلمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هلمند ولایت کې ۶۴۴۳ کیلو ګرامه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او ۱۸۰ کیلو ګرامه بېلابېل مواد وسوځول شول

دغه درمل او مواد چې د تېرو ۲میاشتو په جریان کې ترلاسه او راټول شوي و، د ولایت مقام، عامې روغتیا ریاست، استخباراتو، ښاري محکمې، فرعي ګمرکاتو او ګڼو نورو ادارو د استازو په شتون کې له منځه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په پنځمه ناحیه کې د خوراکي توکو له ۱۳ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

ياد‌ نظارت کې چې د څارنې او پلټنې امریت نظارتي ټيم له لوري تر سره شو، پايله کې ۱۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي چې ټول وزن یې ۳۵۰ کېلو ګرامه کېده، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي. . .

BACK TO NEWS