د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان فرعي روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۵۳
MOPH

د لغمان عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د علینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان فرعي روغتیایي مرکز لپاره یو جریب ځمکه د موجودو قومي مشرانو په اتفاق، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د علینګار ولسوالۍ د مرستیال په شتون کې تعیین او د بنسټ ډبره یې د یادو مسؤلینو او قومي مشرانو په لاسونو کېښودل شوه.

په یاده ځمکه کې به د ځایي خلکو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت له نقشې سره سم تعمیر جوړ او ورسره به د سیمې خلکو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS