د غاښونو د لایحې د بیا کتنې دوهم پړاو ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۸:۵۳
MOPH

په دې ناسته کې چې مشري یې د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت الله عنایت کوله، د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې رئیس، د طبي شورا لوی ریاست استازي، د خصوصی سکټور د همغږۍ ریاست استازي، د ستوماتولوژي روغتون شف او د غاښونو د اتحادیه رئیس ګډون درلود.

یاده ناسته د غاښونو د لایحې د بیا کتنې او تعریفاتو د اصلاح او معیاري کولو په موخه ترسره شوه، چې په کې د لایحې د مادو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول؛ تر څو دغه لایحه د معیارونو سره سم لا اغېزمنه او عملي شي.

ګډونوالو د لایحې د تطبیق پر وړاندې په شته ننګونو بحث وکړ او د حل لپاره یې لازم وړاندیزونه شریک کړل.

ټاکل شوې چې د لایحې د تطبیق وروستۍ پایلې د مسلکي کمېټې له خوا ترتیب او د نهايي منظورۍ لپاره د وزارت مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS