د عامې روغتیا وزیر په بېلاروس کې د زړه ناروغیو له تخصصي مرکز او پولي کلینیک څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۳:۳۱
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زړه ناروغیو د درملنې له یوه تخصصي مرکز او پولي کلینیک څخه لیدنه وکړه

د دې ليدنې پر مهال د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحي خدمتونو، عصري طبي تجهیزاتو، د تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تنظیم، د زړه ناروغیو درملنې برخه کې د متخصصینو د ظرفیتونو لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په اړه د دغه مرکز له تجربو څخه معلومات تر لاسه شو.

همداراز، د دې سفر پر مهال د بيلاروس هېواد له يو مرکزي پولي کلینیک څخه هم ليدنه وشوه؛ تر څو په افغانستان کې د جوړېدونکو روغتونونو لپاره د پولي کلینیکي خدمتونو د مرکزونو لا پیاوړتیا او په معیاري ډول د هغوی د جوړښت او تنظیم په برخه کې د بېلاروس له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.

د يادونې وړ ده، چې د یادو مرکزونو د فعالیتونو او کاري تجربو له ارزونې څخه موخه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا ښه تنظیم، د روغتونونو او پولي کلینیکونو ترمنځ د خدمتونو د همغږۍ پیاوړتیا او د معیاري روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د عملي تجربو ترلاسه کول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول

په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.

دغه راز، د حفظ الصحې. . .

BACK TO NEWS