د عامې روغتیا وزیر سویس هیواد ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۱:۴۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو ، اصلاحاتو او د نړیوالو اداراتو د عامې روغتیا له وزارت سره د ښې همغږۍ په موخه له مل پلاوي سره سویس هیواد ته سفر تر سره کړ:

ښاغلي وزیر د دې سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې سربېره د بیلا بیلو نړیوالو ادارو په مجالسو کې ګډون تر سره او د روغتیا په برخه کې د همکارو اداراتو له عمومي مسؤولینو سره یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول ، د پولیو ناروغۍ محوه کولو او د روغتیايي خدماتو پر پراختیا ، شفافیت او لا معیار خبرې اترې تر سره کړې.

د یاد سفر پر مهال د نړیوالو اداراتو د مسؤولینو له لوري د روغتیا په برخه د دوامدارې همکارۍ تعهد څرګند او د لا همکارۍ ژمنه یې وکړه ، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي تر څو د هیواد ټولو وګړو ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې په همدې موخه د خپلې داخلي بودیجې تر څنګ پر نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS