د عامې روغتیا وزیر تخار ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزرات رهبري به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

له بل لوري د تخار ولایت مخورو او مشرانو د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي سفر دې ولایت ته د زیانمنو شویو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په موخه وستایه او مننه یې ورڅخه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS